Tuesday 13 May 2014


د زیږیدو کال: ۱۳۲۸، لوګر
ملیت: پښتون
اشرف غني احمدزى په کال ١٣٢٨ هجري لمريز کال کې په لوګر کې زېږېدلى دى. نوموړي ماشومتوب او ابتداییه زده کړې په لوګر کې ترسره کړي دي او دغه راز د کابل له حبیبې عالي لیسې څخه فارغ شوی دی.
احمدزي د لبنان د بيروت په امريکايي پوهنتون کې د سياسي علومو په څانګه کې د ليسانس دورې له بشپړولو وروسته خپله لومړۍ ماسټري له ياد شوي پوهنتون څخه په سياسي علومو ترلاسه کړه. ده د دوکتور سند د امریکا د کلمبیا له پوهنتون څخه ترلاسه کړی دی.
نوموړي په نړیوال بانک کې دنده ترسره کړې ده او د کابل، د دنمارک د اروز او امریکا په جان هاپکینز پوهنتونونو کې استاد پاتې شوی دی.
اشرف غني احمدزی د بن له کنفرانس وروسته افغانستان ته راغی او د امریکا په جان هاپکنز پوهنتون کې د انسان پیژندنې د څانګې پروفیسور وو.
همدارنګه نوموړي د حامد کرزي په مشرۍ له موقتې ادارې وروسته د انتقالي ادارې د ستر سلاکار، په افغانستان کې د مرستو د انسجام ادارې د رييس او په انتقالي دوره کې د ماليې د وزير په توګه پاتې شوی دی.
ده په ۱۳۸۳ کال کې له مالیې وزارت څخه استعفا وکړه او د دې دورې له پاى ته رسېدو وروسته د يوې مودې لپاره د کابل پوهنتون رييس وو.
اشرف غنی احمدزی در انتخابات ۱۳۸۸ هجری خورشیدی نیز خود را نامزد کرد، اما به پیروزی نرسید. داکتر اشرف غنی احمدزی پس از پیروزی حامد کرزی بار دیگر با او نزدیک شد و مسؤولیت پروسۀ انتقال را بدوش گرفت.
که څه هم اشرف غني احمدزي د ۱۳۸۸ ولسمشریزو ټاکنو ته هم ځان نوماند کړی و، خو بریالی نه شو او د ولسمشر حامد کرزي له بریا وروسته د لیږد د پروسې مسوولیت یې پرغاړه واخیست.
اشرف غني احمدزي د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړی دی. د جنبش ملي ګوند مشر، جنرال دوستم یې لومړی او د عدلیې وزارت پخوانۍ وزیر، سرور دانش یې دویم مرستیالان دي.
                                                                        
د زیږیدو کال: ۱۳۳۸
ملیت: پښتون
ډاکټر عبدالله عبدالله،  د غلام محي الدين خان زمرياني زوى دى چې په ١٣٣٨ هجري لمريز کال کې په کابل کې زېږېدلى. پلار يې په افغانستان کې د شاهي دولت پر مهال د شورا په وروستيو کې له کندهار ولايت څخه دانتصابي سناتور وو.
ښاغلی عبدالله د کابل طبي پوهنتون څخه فارغ شوی دی او د کابل د سترګو روغتون کې له له دوه کاله دندې ترسره کولو وروسته په ۱۳۶۳ کال کې پاکستان ته کډوال شو. ده د شمال له جبهو سره د جګړو پر مهال د روغتیا په برخه کې دنده ترسره کړې ده.
نوموړی ډیر ژر په پنجشیر کې د مجاهدینو د مشهور قومندان، احمد شاه مسعود نږدې کس شو او د هغه اعتماد یې ځانته راجلب کړ. د مجاهدینو تر بریا وروسته له ۱۳۷۱ تر ۱۳۷۵ کلونو پورې کله چې مسعود د دفاع وزیر وو، عبدالله د هغه د ویاند او دفتر ریس هم پاتې شوی دی.
د طالبانو لخوا د کابل تر نيولو وروسته نوموړى له ١٣٧٥ تر ١٣٨٠ کال پورې په شمال کې د برهان الدين په مشرۍ د افغانستان د اسلامي دولت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او سرپرست وو. نوموړی د احمد شاه مسعود تر وژل کیدو وروسته له طالبانو سره د جګړې پر مهال د متحدې جبهې ویاند وو.
ډاکټر عبدالله د بن غونډې د پریکړې په اساس او د ولسمشر حامد کرزي د لنډمهالې ادارې د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو او تر ۱۳۸۵ کال پورې په دغه دنده کې پاتې شو. خو په کابينه کې د بدلونونو په ترڅ کې ډاکټر رنګين دادفر سپنتا د هغه ځاى ناستى شو.
عبدالله په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د مخکښو کانديدانو له ډلې وو، چې د راى شمېرنې په پايله کې د اوسني ولسمشر حامد کرزي وروسته ډېرې رايې ترلاسه کړې وې. هغه مهال ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې خو نوموړي د ټاکنو په دوهم پړاو کې له ګډون ډډه وکړه، له همدې امله ولسمشر حامد کرزی د ټاکنو کمیسون لخوا د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو.
نوموړى د ۱۳۹۳ کال ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماند دى. ده د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي او استاد محقق په مشرۍ له حزب وحدت اسلامي ګوند سره ایتلاف کړی د.
                                               
د زیږیدو کال: ۱۳۲۳، کابل
ملیت: پښتون
پخوانۍ جهادي قومندان، عبدالرب رسول سياف په ١٣٢٣ کال کې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې زېږېدلى دى.
لومړنۍ زده کړې يې د کابل په امام ابوحنيفه مدرسې کې پاى ته رسولي دي. سياف د کابل پوهنتون له شرعياتو پوهنځي څخه فارغ شوی دی او وروسته د مصر الازهر پوهنتون ته ولاړ او هلته يې د حديثو په برخه کې د فوق لسانس تر کچې تر زده کړو وروسته بېرته هېواد ته ستون شو.
سياف په ١٣٥٣ کال کې د حکومت پر خلاف د تندو ويناوو او تاوتريخوالي ته د خلکو د هڅو له امله زندان ته ولاړ او شپږ کاله وروسته په ١٣٥٨ کال کې له زندانه خوشې شو.
سياف له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته پاکستان ته ولاړ او هلته يې د برهان الدين رباني په مشرۍ د اسلامي جمعيت په ګوند کې د يوې مودې لپاده دنده ترسره کړه، خو وروسته يې په ١٣٥٩کال کې د افغانستان د اسلامي اتحاد ګوند جوړ کړ.
نوموړى په ١٣٧١ کال کې د ډاکټر نجيب الله د حکومت وروسته د ځېنو نورو جهادي ډلو له مشرانو سره يوځاى کابل ته راغى او د برهان الدين رباني په مشرۍ د حکومت له کلکو ملاتړو وو. ده له ۱۳۷۱ تر ۱۳۷۴ کلونو پورې د کابل په جګړو کې اساسي رول ولوباوه.
د طالبانو لخوا د کابل تر نيولو وروسته سياف د هغوى په مخالفت د افغانستان شمال ته ولاړ. دى د پخواني ولسمشر برهان الدين رباني دمرستيال او د شمال اتحاد د رهبري شورا د غړي په توګه هم دندې ترسره کړي دي.
د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته، سياف په افغانستان کې د نوي حکومت په جوړښت کې ونډه اخستې. ده په بيړنۍ لويه جرګه او د اساسي قانون په لويه جرګه کې هم برخه اخستې ده.
سياف د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د حکومت له کلکو ملاتړو بلل کېږي او د ولسي جرګې په دوو ټاکنو کې د کابل د خلکو استازى پاتې شوى دى. ده په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر حامد کرزي ملاتړ وکړ.
نوموړي د ۱۳۹۳ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړی او دغه راز د اوبو او انرژۍ پخوانۍ وزیر، محمد اسماعیل خان یې لومړی مرستیال او مولوي عبدالوهاب عرفان یې دویم مرستیال دی
انجینير محمد خان يې لومړى مرستيال او حاجى محمد محقق يې دويم مرستيال دى

No comments:

Post a Comment